واشنګټن 30جون(اے پی پی) پاکستان د امريكې په ميامي هيرالډ ورځپاڼه كښې د پاكستان په اړه خپور شوے آرټيكل په دروغو اډانه ګرځولو سره د د دغې سخته غندنه كړې په كوم ك??ې چې ناوړه تورونه لګولو سره د پاكستان تعلق ترهګرۍ او نشائي توكو سره د ښودلو هڅه شوې ۔ دا مضمون په يو داسې وخت كښې خپور كړے شوے كله چې افغانستان نه د امريكائي پوځ بېرته وتل پېل شوي۔ امريكا كښې د پاكستاني سفارت وياندې مليحه شاهد د میامی هیرالډ ايډيټر په نامه خپل خط كښې ليكلي چې ستاسو ورځپاڼه كښی د جون ??ه 17 مه نېټه يو آرټيكل خپور شوے كوم چې د ناوړه مفروضو ٬ غېر يقيني او بې بنسټه ادعاګانو د لارې د پاكستان وقار ته زيان رسوي او دا آرټيكل په مبهمه او ذاتي رائے اډانه دے ۔ د پاكستان سفارت وياندې وئيلي دي آرټيكل ليكونكي د افغانستان او القاعده په اړه خبره كښې د امريكې او افغانستان ترمينځه شوې امن لوظنامه كښی د پاكستان زيات مهم كردار نظر انداز كړے د كومو اعتراف چې په نړيواله كچه شوے او كوم چې د افغان امن عمل بنياد جوړ شوےاو امريكې سره ز??ون?? د شريكو هڅو د لارې القاعده په كاميابۍ سره په شا تمبولې شوې۔ دې سره سره هغه د امريكائي حكومت ذكر كولو سره دا خبره هېره كړې چې امريكې سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښی د همكارۍ كولو په مهال پاكستان د 80 زره نه د زياتو ځانونو قرباني وركړې۔ دغسې د 130 اربهډالرو نه زيات مالي زيان سره مخ شوے۔ وياند ووئيل امريكائي ورځپانه كښې خپور شوے دغه آرټيكل بې بنسټه او تعصب رامخې ته كونكے دے۔ د آرټيكل ليكونكي د خيالاتو په مقابل كښې د ملګرو ملتونو د نشائي توكو او جرمونو مخنيوي دفتر يو اېن او ډيسي او د امريكې خارجه څانګې دواړو دا منلې ده چې پاكستان په خپله خاوره د افيمو كر په كاميابۍ سره ختم ك??ے او پاكستان د اپرېل مياشت كښې د ما??ول??ات په تحفظ شوې سر مشريزه غونډه كښې ګډون كړے۔هغې ووئيل د تحقيق نه غېر ورځپاڼې د آرټيكل په خپرولو ??ون?? حېرانه كړې يوو