اسلام آباد۔28جون(اے پی پی)اقتصادي رابطه كمېټۍ د يوټېلېټي س??ورز كارپورېشن د لارې په 5 ضر??ري څيزونو په عمومي سبسډي وركولو كښې د جولائي اولنۍ نېټې نه د پراختيا او د پټروليم او خزانې وزارت ٬ پاكستان سټېټ آئل او پاکستان نېشنل شېپنګ کارپورېشن ته د غېر ادا كړو واجباتو ادا كولو لپاره د كرڼلارې وړاندې كولو هدايت كړے۔ په غونډه كښې د يو شمېر وزارتونو او ډويژنز لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټس منظ??ري هم وركړې شوې۔ د کابینې اقتصادی رابطه كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزارت د 25 جون 2021 يو لك ټن چينو درآمد كولو له د ټېنډر پرانستې منظ??ري وركړې شوه۔ د مېري ټائم افئيرز وزارت په سمرۍ د اقتصادي رابطه كمېټۍ د پټروليم او خزانې وزارت ٬ پاكستان سټېټ آئل او پاکستان نېشنل شېپنګ کارپورېشن ته د غېر ادا كړو واجباتو ادا كولو له د كرڼلارې وړاندې كولو هدايت وكړو۔ غونډه كښې هوابازۍ ډويژن له يو كروړه روپۍ ٬ اېن اېس پي پي لاهور لپاره 73.870 ملینه روپۍ ٬ پاکستان اکېډیمی فار رورل ډوېلپمنټپېښور لپاره 20.70 ملینه روپۍ ٬ بین الصوبائی رابطهډويژن له 16.706 ا??به روپۍ ٬ امیګرېشن اېنډ پاسپورټ لپاره 1.6 ا??به روپۍ، اېف بی آر لپاره 456.64 ا??به روپۍ، خارجه وزارت لپاره 2 ا??به روپۍ او د منصوبه بندۍ وزارت پرمختګ او اصلاحات له د5800 ملینه روپو تكنيكي ضمني ګرانټس منظ??ري وركړې شوې۔ غونډه كښې وفاقي وزيرانو ٬ خصوصي مرستيالانو ٬ صلاحكارانو او د اړوندو ادارو او څانګو چارواكو ګډون كولو۔