اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د اېف اے ټي اېف د اېكشن پلان په 27 كښې په 26 نكاتو د عملدرآمد تسليم كولو نه پس پاكستان په ګر?? لسټ كښې د ساتلو كوم جواز نه جوړېږي. د خالي په ورځ د اېف اے ټي اېف په اړه په يو بيان كښې خارجه وزير ووئي?? چې د دې خبرې ټاكنه به كول ??ي چې اېف اے ټي اېف تكنيكي فورم دے يا سياسي؟ دا هم كتل دي چې دا فورم خو سياسي مقاصدو لپاره نه كارول ??ېږي؟ شاه محمود قريشي ووئي?? چې تر څو د تكنيكي اړخونو تعلق دے، نو مونږ ته 27 نكات راكړے شول، دوي په خپله مني چې په 27 كښې په 26 نكاتو مونږ عملدرآمد كړے. په 27مه نكته هم تر كافي حد كار شوے او د لا كار كولو اراده لرو. خارجه وزير ووئي?? چې په داسې حال كښې زما په فكر د پاكستان په ګر?? لسټ كښې د ساتلو كوم جواز نشته. خارجه وزير ووئي?? چې ځينې قوتونه دا غواړي چې د پاكستان په سر توره د پاسه وي. ده ووئي?? چې زه واضحه كول غواړم چې مونږ كوم هم اقدامات كړي دي ، هغه مو خپلې ګټې په نظر كښې ساتلو سره كړي دي. خارجه وزير ووئي?? چې زمونږ ګټه دا ده چې بايد مني لانډرنګ ونه شي، پاكستان غواړي چې د ترهګرۍ مالي مرسته نه كول دي. خارجه وزير واضحه كړه چې كومه خبره د پاكستان په ګټه وي ?? مونږ به هغه كوو.