اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي تركيه كښې د روان انطاليه سفارتي فورم په موقعه د خالي په ورځ د ملائشيا خپل همڅنګ حشام الدين حسېن سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او پ?? بېلو څانګو كښې د دوه اړخيز مرستې په شمول د شريكې خوښې او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ملائشيا سره پخوانۍ او ژورې اړيكې لري۔ پاکستان ملائشیا سره اقتصادي ٬ تجارتي ٬ دفاعي ٬ تعليمي او د ټېكنالوجۍ په شمول ګڼ اړخيزه څانګو كښې ستراتيجيكي همكاري لا مستحكمول غواړي۔ دواړو خارجه وزيران د كورونا وبائي ??ورتحال په نتيجه كښې ??ه رامخې ته شويو چېلنجز قابو موندلو له په ګډه هڅو كولو ته صلاح شول۔ د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه د ملګرو ملتونو ٬ او آئي ??و د آسيان په شمول په نورو نړيوالو فورمونو د دوه اړخيزه مرستې زياتولو حوالې سره هم خبرې وشوې۔ خارجه وزير خپل ?? ملائشيا همڅنګ مقبوضه كشمير كښی د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو او د هند د يو اړخيزه ګام په نتيجه كښې منطقې ته پېښو خطرو نه خبر كړو۔ دغسې خارجه وزير خپل ملائيشين همڅنګ د اسلاموفوبيا مخ په زياتېدونكي رجحان په ضد د پاكستان د سفارتي هڅو نه هم خبر كړو۔ دواړه دې ته صلاح شول چې د اسلامو فوبيا په ضد د او آئي ??ي او ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ پ?? بېلو فورمونو به غږ پورته كولې او دې لپاره په ګډه تګلاره جوړولې شوي۔