اسلام آباد 12جون (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا زياتېدونكې پېښې په ??ظر كښې ساتلو سره يوځل بيا نړيوالو مشرانو ته وئېلي دي چې په سوشل مېډيا د كركې خپرونكو او انتهاخوښۍ په ضد دې كريك ډاؤن وكړې شي بايد د كركې خپرونكو وېب پاڼو په ضد په ??ړيواله كچه كاروائي وشي۔ځينې نړيوال مشران او د لوېديزو هېوادونو مشرتابه پ?? دې معامله نه پ??هېږي٬د رائے د اظهار د آزادۍ حد تر هغه ځاې دې۔تر كومه چې بل انسان د دې نه مجروح نه شي٬ده دا خبرې په ??ندن انټاريو كښې د مسلمانانو په ??ښه كېدو او د اسلامو فوبيا د زياتېدونكو پېښو په اړه د كاناډا براډ كاسټنګ كارپورېشن(سي بي سي)سره پ?? مركه كښې وكړې كومه به چې (نن) د اتوار پھ ورځ خپرولې شي۔د لندن انټاريو په بريد كښې په ??اناډا كښې د مېشته پاكستانۍ كورنۍ څلور كسان په حق رسېدلي وو او پكښې يو 9 كلن هلك سخت ژوبل شوې وو٬جنوني بريد كونكي په دوي ټرك ورخېژولې و٬د كاناډا پوليسو وئېلي وو چې پاكستانۍ كورنۍ په دې په ??ښه كړې شوې چې هغه مسلمانان وو دا كورنۍ په ??ال 2007م كښې د پاكستان څخه كاناډا ته منتقل كړې شوې وه۔وزيراعظم عمران خان په ??وېټر د دې پېښې سخته غندنه كولو سره دا ترهه ګري ګرځولې او د اسلامو فوبيا په زياتېدونكو پېښو يې اندېښنه ښودلې٬سي بي سي سره پ?? مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په ??اكستان كښې د دې پېښې ډېر ژور اثر شوې په ??ومه كښې چې يوه پاكستانۍ كورنۍ په ??ښه كړې شوې۔وزيراعظم ووئيل چې په ??وېديزو هېوادونو كښې انتهاخوښي او د اسلامو فوبيا زياتېدونكې پېښې د دې خبرې تقاضه لري چې نړيوال مشران دې مسئلې ته ښه پام وكړي او د دې مخ نيوي لپاره سخت اقدامات وكړي۔ده ووئيل چې داسې وېب پانې كومې چې كركه خپروي د هغوي په ضد دې په ??ړيواله كچه سخته كاروائي وكړې شي۔وزيراعظم ووئيل چې ده د كاناډا وزيراعظم جسټن ټرډو سره دا معامله پ??رته كړې او هغه د دې مسئلې د اهميت نه خبر دې۔هغه يو داسې لارښود دې كوم چې د آن لائن كركې خپرونې او د اسلامو فوبيا په اړه ادراك لري بايد نور نړيوال مشران هم د دې معاملې په اهميت ځان پوهه كړي او بايد د دې مخ نيوي لپاره اقدامات وكړی شي۔وزيراعظم ووئيل چې ځينې لوېديز او نړيوال مشران د دې معاملې د اهميت ادراك نه لري۔ده ووئيل چې هغه د انتهاخوښۍ په ضد د جسټن ټروډو د زياتره خيالاتو سره اتفاق لري خو په ??اناډا كښې ځينې قوانين هم د اسلامو فوبيا سبب جوړېږي۔په دې لړ كښې ده د كيبكس بل 21 حواله وركړه د كوم د لارې چې د ښوونكو او پوليس افسرانو پشمول په سركاري ملازمينو د خپلو مذهبي علاماتو په اغوستلو بندېز لګولې شوې۔وزيراعظم ووئيل چې دا هم د سيكولر انتهاخوښۍ يو شكل دې كوم چې د مسلمانانو په ضد د عدم برداشت سبب جوړېږي۔ده ووئيل چې د رائے د اظهار د آزادۍ تر هغه ځاې حد وي چرته چې بل انسان د دې څخه مجروح نه شي۔وزيراعظم عمران خان پرله پسې د اسلامو فوبيا په ضد غږ پورته كوي او يو شمېر نړيوال مشرانو سره يې په ??لاقاتونو كښې او په ??ړيوالو پل??ټ فارمونو يې په دې لړ كښې په بشپړه ډول خبره كړې٬د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته پ?? خپله وېنا كښې هم ده پ?? دې لړ كښې خبرې كړی وې او خبردارې يې وركړې و چې د اسلامو فوبيا مخ نيوي لپاره دې نړيواله ټولنه خپل كردار ترسره كړي۔