اسلام آباد 04 جو?? (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي د?? پاكستان آذربائيجان سره تجارت٬دفاع٬كلتور او د سېلګرۍ اړيكو ته لا ت??ويت و??كول غواړي۔د ايوان صدر مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د آذربائيجان پارليمان سپيكرې پروفيسر غفارووا سره خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔صدر ووئيل پاكستان آذربائيجان سره تجارت٬دفاع٬كلتور او د سېلګرۍ اړيكو ته لا ت??ويت و??كول غواړي٬پاكستان آذربائيجان سره اړيكو ته ډېر اهميت و??كوي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه يو ډول مذهب٬اقدار٬كلتور لري او په سيمه ايز او نړيوالو چارو شريك خيالات هم لري۔صدر دوه اړخيزه مرسته لا مستحكمولو لپاره د اعلٰی كچ په سياس??٬ك??توري او معاشي پلاويو په تبادله هم زور راوړو۔په دې موقع د آذربائيجان سپيكرې ووئيل اقتصادي٬سياس??٬ك??توري او په اسټرټېجك كچه د دواړو هېوادونو ترمينځه روابط د زياتولو ضرورت دے۔د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه به روابطو لپاره كلتوري اړيكې زياتول وي ۔پروفيسر غفارووا ووئيل د آذربائيجان اولس او سياسي مشرتابه د نګورنوكاراباخ په ملاتړ د پاكستان مننه كوي ۔آذربائيجان به په كشمير د پاكستان د دريځ په هره كچه ملاتړ روان ساتي