پېښور 16 مئي (اے پي پي) د رهبر تحريك خان عبدالولي خان مېرمن او مشره سياستدانه بېګم نسيم ول?? خان په حق رسېدلې. هغه د عوامي نېشنل ګوند پخوانې صوبائي مشره وه. د اے اېن پي پخوانې صوبائي مشرې بېګم نسيم ول?? خان كورنۍ د هغې د مړينې تصديق كړے او وئيلي ئې دي چې بېګم نسيم ول?? خان د شوګر او زړه په رنځ اخته وه. بېګم نسيم ول?? خان د اے اېن پي د رهبر تحريك خان عبدالولي خان كونډه وه. هغه يو ځل د قومي اسمبلۍ او درې ځله د صوبائي اسمبلۍ غړې ټاكل شوې وه. هغه وړومبې مېرمن سياستدانه وه كومه چې د پارلمان غړې ټاكل شوې وه. بېګم نسيم ول?? خان په كال 1954م كښې ول?? خان سره واده كړے و او په كال 1977م كښې ئې د خېبر پښتونخوا د اسمبلې غړې ټاكل كېدو د وړومبې مېرمن اعزاز ترلاسه كړے و. بېګم نسيم ول?? خان د عوامي نېشنل ګوند د اوسني مشر اسفند يار ول?? مېره او د سنګين ول?? خان مور وه.