اسلام آباد 09 اپريل (اے پي پي﴾ د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي وئيلي دي مېنګروز ز??كه د شلېدو نه بچ كولو او په ساحلي سيمو كښې د سمندري اوبو دخل محدود كولو پشمول يو شمېر ګټې لري، مېنګروز په ترخو اوبو او ساحلي سيمو كښې ژوندې پاتې كېدې شي ځكه د نړۍ په ګرمو منطقو كښې د ساحلي پولې په څلورمه ب??خه مېنګروز ولاړ دي كوم چې د 112 هېوادونوً يو لك 81 زره مربع كلوميټره سيمه جوړېږي. د مېنګروز كرلو د كال 2021م كمپائن په اړه په خپل پېغام كښې ده ووئيل مېنګروز ز??كه د شلېدو نه بچ كولو او په ساحلي سيمو كښې د سمندري اوبو دخل محدود كولو پشمول يو شمېر ګټې لري. مېنګروز د طوفانو??و او قدرتي آفتونو په ضد د ساحلي سيمو بچ كولو لپاره د يو قدرتي سپر كردار ترسره كوي. ده ووئيل مېنګروز د بېلا بېل ډول كبا??و او نورو ابي حيات ودې لپاره موافق دي او د ډېرو ابي حيات د ژوند تېرولو ځاے وي. تر ټولو ز??اته دا چې مېنګروز آكسيجن پېدا كوي او غلاظت جذب كولو سره اوبه پاكوي او الودګي كمولو سره مونږ ته د پاكې هوا په راكولو كښې مرسته كوي. ده ووئيل په پاكستان كښې په 0.6 مليونه اېكړه د مېنګروز ايكو سسټم موجود دے كوم چې د سندھ او بلوچستان په ساحلي سيمو كښې دے او په ممكنه توګه د نړۍ لسم تر ټولو لوي مېنګروز ايكو سسټم دے، د مېنګروز ځنګلات د خپلې بقا جنګ كوي او كم شوي. ضرورت د دې خبرې دے چې نوي بوټي نال كړے شي او د ځنګلاتو حفاظت وكړے شي. ده ووئيل د مېنګروز كرلو د كال 2021م كمپائن د ” ګرين كوسټل بېلټ” مقصد ترلاسه كولو لپاره د پاك بحريه د عزم علامت دے.