اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د سيمنټ پلانټس لپاره چې كوم سكاره پكار دي ھغه پاكستان كښې نشته د ھغې درآمد مجبوري ده٬ د صنعتونو ډيمانډ كښې د اضافې له امله د سكرو كهپت زيات دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر عثمان خان کاکړ د پوښتنې ??ه ځواب ده و??ئيل كه سكاره درآمد نه كړو نو فرنس آئل به درآمد كول وي او ھغه ګران دي ٬ بلوچستان كښې دومره پېداوار نه لرو چې ضرورت ترسره كړے شي٬ سيمنټ پلانټس لپاره د سكر?? درآمد بهتره لاره ده۔ده و??ئېل حكومت د ځائي سكرو ترقۍ لپاره هڅې كوي٬ ده و??ئيل درې قسمه سكاره و??٬ سيمنټ پلانټس لپاره چې كوم سكاره پكار وي ھغه پاكستان كښې نشته، زمونږ په سكرو كښې سلفر زيات دي٬ دې لپاره درآمد كول مجبوري ده۔ د يوې پوښتنې ??ه ځواب ده و??ئيل د سكر?? درآمد يو په دوه شوي نه دي البته د منصوبو ډيمانډ زيات شوے او دې لپاره د سكرو كهپت زيات دے?? پاور پلانټس هم په سكرو چلېږي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن پوښتنه اړوندې كمېټۍ ته و??ېږله چې په كمېټۍ كښې به د دې تفصيلي ځواب رامخې ته شي