اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنيټر شبلي فراز وئيلي دي د براډ شيټ په معامله وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه انكوائري كمېټي جوړه كړې ٬ كمېټي به په 45 ورځو كښې تحقيقات بشپړوي۔ وفاقي وزير دا خبره اطلاعات او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه كومه چې د زيارت په ورځ د چيئرمېن جاوېد لطيف په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې شوې۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل انکوائري رپورټ كمېټۍ سره شيئر كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د براډ شيټ معامل?? د ??طلاعات کميټي په دائره كښې نه راځي٬ په داسې وخت كښې چې انكوائري كمېټي جوړه كړې شوې نو د كمېټۍ لخوا د نېب چيئرمېن رابللو سره به پېچېدګي راپېدا شي۔ ده تجويز وركړٶ چې كل?? د ??نكوائري كمېټۍ رپورټ راشي نو كه كمېټې د دي نه پس كه ضروري ګڼي نو په دې معامله ده بحث وكړي۔ ده ووئيل كه كمېټي د نېب چيئرمېن رابلي نو په دې كښئ د شاملو د ټولو پخوانو وزيراعظمانو پشمول ټول ككړ كسان هم رابلل پكار دي۔ ده ووئيل د تېرو پنځو كالو په مهال كمېټۍ هېڅكله دا ډول اېجنډا نه ده پورته كړې۔ ده ووئيل تحريك انصاف په براډشيټ معامله ??ېڅ فكر نه لري ځكه چې دې سره زمونږ د ګوند ??ېڅ كار نشته۔ په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړو ناصر ??ان موسيٰ زئي، طاهر اقبال، اکرم چيمه، آفتاب جهانګير، جويريه ظفر احير، کنول شوذب، فرخ حبيب، نديم عباس، ډاکټر نفيسه شاه، سعد وسيم او ناز بلوچ نه علاو?? د ??طلاعات او خپرونو سېكترې شاهراه شاهد او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔