اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د قانون ا?? انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي لېټرز آف اېډمنسټرېشن ا?? وراثتي سرټېفكېټ به اوس په پنځلسو ورځو كښې وركولے شي، د قانون ا?? انصاف وزارت د نادرا په مرسته سويټ مر??ز جوړ كړے. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د لېټرز آف اېډمنسټرېشن ا?? وراثتي سرټېفكېټ د اجرا دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل د قانون وزارت شپه ورځ د اولس په ګټه قانون سازې لپاره هڅې كوي، زمونږ د كاركردګۍ شرح 99.9 فيصد ده. ده ووئيل د لېټرز آف اېډمنسټرېشن ا?? وراثتي سرټېفكېټ به اوس د كلونو په ځاے په پنځلسو ورځو كښې جاري كولې شي. ده ووئيل د سترې محكمې ججانو قانوني اصلاحاتو لپاره زمونږ ډاډګېرنه كړې. د وزيراعظم د وژن له مخې قانون سازي ساده او عام فهمه جوړوو. د دې نظام مقصد اولس دوسته قوانين ا?? د فوري انصاف وركړه ده. د لېټرز آف اېډمنسټرېشن ا?? وراثتي سرټېفكېټ قانون تر ټولو مهم دے. په دې موقع وزيراعظم عمران خان، د اطلاعات او خپرونو وزير سېنېټر شبلي فراز، پارلماني سېكرټري مليكه بخاري او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو.