اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) پاكستان او متحده عرب امارات ??وه اړخيزه مرسته لا تندولو له د اعلی كچې تګ راتګ لا زياتولو ته سلا شوي دي۔ د خارجه دف??ر وياند له مخې د خالي په ورځ نائيجر كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې په موقعه د خارجه وزير شاه محم??د قرېشي او د يو اے اي وزير رېم الهاشمي ترمينځه ملاقات وشو۔ د ملاقات په مهال په ??وه اړخيزه مرسته ٬ كووډ – 19 صورتحال ٬ اېكسپو كښې د پاكستان په ګډون او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ورورولۍ نزدې اړيكې او د اولس ترمينځه رابطې په ډاګه كړې او په بېلو څانګو كښې ئې عرب امارات سره نزدې مرستې له د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ خارجه وزير اماراتي وزير د يو اے ا?? وېزې حوالې ??ره پاكستاني وګړو ته د پېښو ستونزو نه خبرولو سره ددې مسئلې ??ر تر زره حل كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو اړخونو د او آئي سي په معاملو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او اسلامي نړۍ لپاره ئې د متحده او بنيادي پلېټ فارم په حېث ددې لا مستحكم كولو په اهميت زور راوړو۔