سرینګر۔26اکتوبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان نن د اكتوبر 27 مه نېټه د تورې ورځې په توګه لمانځي دغسې چې نړيوالې ورورولۍ ته دا پېغام وركړے شي چې هغوي په خپل ګران هېواد د هند غېر قانوني قبضه رد كوي۔ د كشمير ميډيا سرورس له مخې د تورې ورځې لمانځلو اپيل كل جماعي حريت كنفرنس ٬ د مير واعظ عمر فاروق په مشرۍ كښې حريت ف??رم او نورو آزادي خوښو تنظيمونو وركړې ده۔ هند په دې ??رځ كال 1947ﺀ كښې د نيمې اوچې فارمولې خلاف ورزي كولو سره او د كشميري اولس په ضد جمو وكمشير ته خپل پوځ كوزولو سره په دې ناجائزه قبضه كړې و??۔ حريت ف??رم سرينګر څخه جاري شوي يو بيان كښې وئيلي چې اكتوبر 1947ﺀ نه تر دې دمه د لكھونو په شمېر هندي عسكرو په جمو و كشمير غېر قانوني قبضه كړې ده۔ بيان كښی ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو ته اپيل شوے دے چې هغوي دې په دې ??رځ د هند په ضد او د آزادۍ په حق كښې لاريونونه وكړي دغسې چې د نړۍ پام د كشميري اولس ستونزو او د كشمير مسئلې حل پلو وګرځولے شي۔ دغسې سرينګر او نورو سيمو كښې پوسټرې او بېنرې لګولې شوي دي كومو كښې چې كشميري اولس ته د هند په ضد خپل احتجاج ريكارډ كولو له نن د نهې په ??رځ د هړتال كولو وئيلي شوي دي