اسلام آبا?? 19 ??کتوبر(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاه محمود قرېشی سره د افغانستان حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمت یار او دده پلاوي د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې ملاقات وکړو۔ د ملاقات په مهال په پاك افغ??ن دوه اړخيزه اړيكو او افغان ا??ن لپاره د افغانانو خبرو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خیالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د افغانستان حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمت یار او د هغه پلاوي ته خارجه وزارت ته په راتګ هركلې ووې۔ د افغانستان حزب اسلامی مشر ووئيل پاکستان مونږ خپل دويم كور ګڼو۔ خارجه وزیر شاه محمود قرېشی ووئيل د سيمې امن ا?? استحکام په افغانستان كښې د مستقل امن سره مشروط تړلے دے۔ پاکست??ن د ښه نیت سره افغان ا??ن عمل كښې خپل مصالحانه کردار ترسره كوي او سباؤن كښې به هم دې ته دوام وركوي۔ شاه محمود قریشی ووئيل وزیر اعظم عمران خان په ښكاره ډول وئيلي ؤ چې د افغان مسئلې د اوږدې مودې حل يواځنۍ لاره د افغان قیادت د قبلولو وړ سياسي مذاکرات دي۔ مونږ په دې خوشحاله يو چې نن په نړيواله كچه د پاکستان موقف ستائلې كيږي۔ خارجه وزير ووئيل د افغانانو ترمينځه د خبرو اترو په صورت كښی افغان قیادت سره په افغانستان كښې د امن بحالۍ يوه ښه موقعه ده۔ پاکستان به د افغانستان پشمول سيمه كښې امن لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ خارجه سېكتر سهېل محمود او افغانستان لپاره د پاکستان خصوصی نمائنده ایمبیسډر محمد صادق ه?? په دې موقع موجود ؤ۔ د افغانستان حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمت یار دا دوره د پاکستان ا?? افغانستان ترمينځه دوه اړخيزه رابطو ودې لپاره د روانو هڅو برخه ده۔(