اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان به نن د جمعې په ورځ د پاکستان نېشنل نیوټریشن کوآرډینېشن کونسل (پی این این سی سی) د غونډې مشري كوي۔ د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل نیوټریشن په اړه مخ په وړاندې تګ لپاره د احساس فریم ورك ترمخه د وزارتونو ترمينځه اد??رہ جوړه شوې ۔ ماشومانو كښې د اسټنټنګ مخنيوي ته حكومت د وړومبۍ ورځې نه پام لرنه كوي۔ وزیراعظم قام سره په خپل وړومبي خطاب كښې د اسټنټنګ ځپلي يو ماشوم اېم آرآئی په ښودلو د دې مسئلې حل کولو لپاره د عزم څرګندونه كړې وه۔ په دې لړ كښې پاکستان نېشنل نیوټریشن کوآرډینېشن کونسل (پی این این سی سی) اد??رہ جوړھ شوې ۔ وزیراعظم د وزارتونو ترمينځه د ک??نسل چیئرپرسن دے۔ د ک??نسل به غړو كښې د کابینې 8 وزيران شامل دي۔ د ک??نسل به غړو كښې خاص مرستياله ډاكټر ثانیه نشتر، وف??قي وزيران سید فخر امام، اسد عمر، ډاكټر فهمیدہ مرزا، شفقت محمود او صلاحكاران عبدالرزاق داؤد، عبدالحفیظ شیخ، ملك امېن اس??م خان،ډاكټر فیصل سلطان شامل دي۔ د څلورو صوبو ، ګلګت بلتستان او آزاد جمو او کشمیر چیف سیکرټریز، وف??قی سیکرټریز او د یو??ېسف پوهان هم د دې كونسل غړي دي