ملتان 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي هند په کشمیر او هند كښې هم په مېشته مظلومه مسلمانانو ظلمونه كوي او هغوي د حضرت بهاؤ ??لدین زکریا عرس كښې ګډون لپاره د راجھستان زيارت كوونكو له ويزې نه دې جاري كړې۔ حضرت بهاؤ ??لدین زکریا ملتانی مزار له چې څوك هم په عقیدت راځي هغه بامراده بيرته ځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حضرت بهاؤ ??لدین زکریا ملتانی 781مې عرس اختتامی دستورې ته د دعا کولو په مهال وكړه۔مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل هېواد څخه د راغلو ټولو مشائخو او علماء کرامو مننه كوم۔ ده ووئيل د ناروغۍ باوجود علامه مظهر سعید کاظمی خپ??ه حاضری باوري كړې،د هغه زر روغتيا له لاس په دعا يو۔ده ووئيل هېواد كښې د کورونا وائرس چې په څه ډول روان ؤ مونږ په دې شك كښې ؤ چې سږ كال به د حضرت بهاؤ ??لدین زکریا ملتانی عرس دستورې ونه شي۔خو د لوي څښتن په فضل او كرم دستورې په كاميابۍ سره وشوې او هېواد كښې د کورونا وائرس صورتحال تندۍ سره ښه والې پلو روان دے۔شاہ محمود قریشی ووئيل دعا غواړو چې لوي څښتن د پاكستان پشمول ټولې نړۍ څخه زر تر زره د کورونا وائرس ختم كړي او كوم زائرين چې دلته مرادونو له راغلې هغه پوره شي۔ ده ووئيل دا مهال هېواد ګڼو خطرو سره مخ دے او دښمن پاكستان ته په سمو سترګو نه ګوري۔مونږ به د لوي څښتن پھ فضل او كرم سره د هغوي عزائم ناكامه كوو۔خارجه وزير ووئيل دا مهال د فلسطین په مسلمانانو ظلمونه روان دي او پھ هند كښې حکمران ګوند بی جے پی د هندوتوا نظریئے ترمخه په کشمیریانو ظلم كوي۔دې ??ه علاوه هند كښې مېشته مسلمانان هم ظلم سره مخ دي۔ده ووئيل مونږ چې افغانستان كښې د امن كومه سلسله پيل كړې وه لوي څښتن دې ??ونږ په هغې كښې بريالي كړي۔شاہ محمود قریشی ووئيل نن په ټول هېواد كښې آستانے د امن او مينې پی??ام وركوي۔لوي څښتن دې دغه اٰستانې عمر له قائمې وساتي۔په دې ??وقع مرکزی امیر اهلسنت پاکستان مظهر سعید کاظمی، د قامی اسمبلۍ غړي ډوګر ،د سندھ اسمبلۍ اېم پی اے شهریار مهر، د اوقاف صوبائی وزیر سعید الحسن،صوبائی وزیر ډاكټر اختر ملك، اېم پی اے ندیم قریشی، ایم پی اے سردار مهندر پال سنګھ، ایم پی اے واصف مظهر راں، ایم پی اے جاوید اختر انصاری،د ملتان ډپټی کمشنر عامرخټك او نورو ګډون كولو۔