اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چ?? په افغانستان كښې امن په ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ ده دا خبرې افغانستان لپاره نومول شوي سفير م??صور احمد خان سره د خپلو خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره د ګل په ور?? په خارجه و??ارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او افغانستان په اړيكو او د ا??غانستان د سولې عمل پشمول په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې۔ خارجه و??ير افغانستان لپاره د سفير په توګه په ټاكنه منصور احمد خان ته مباركي وركړه او وې وئيل چې تاسو ته دا نوې ذمه و??رې ستاسو د سروس غوره ريكارډ په نظر كښې ساتلو سره درپغاړه كړې شوې دي۔ خارجه و??ير ووئيل چ?? په افغانستان كښې امن په ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ ده نومول شوي سفير ته ووئيل چې هغه په يو داسې وخت كښې د سفير په توګه خپلې ذمه و??رې پغاړه اخلي كله چې پاكستان په كورنۍ او بهرنې توګه ډېرو چېلنجونو سره مخ دے۔ ده ووئيل چې د پراخا تجرب?? په سبب به ستاسو ټاكنې سره د پاكستان او افغانستان د دوه اړخيزه اړيكو په استحكام كښې مرسته و??ي۔ خارجه و??ير نوي سفير ته د وظيفه اي چارو او د فارن پالېسې ترجيحاتو په اړه خاص هدايات وركړل۔ افغانستان لپاره نومول شوي سفير م??صور احمد خان د خارجه و??ير م??نه وكړه۔ منصور احمد خان د دې نه وړاند?? په ويانا كښې د سفير په توګه خپل خدمات ترسره كړي دي۔