اسلام آباد 17 ا??ست (اے پی پی) د برېښنا او توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي په هره څانګه كښې د حكومت كاركردګۍ په ليدلو اپوزيشن چغې وهي٬ پخوانو حكومتونو د توان څانګې بهترې لپاره هيڅ نه دي كړي٬ د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات او صارفينو ته د برېښنا رسنې نظام ښه كولو ګټه به صنعتونو ته ورسي??ي ٬ اصلاحاتو سره ??ه په ګرځينده قرض كښې كمے راشي٬ آئي پي پيز سره ?? برېښنا پېداوري لګښت په اړه لوظنامه شوې٬ برېښنا پېدا كوونكې سركاري كمپنې به هم په خپلو نرخونو نظرثاني كوي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د وزيراعظم د برېښنا خاص مرستيال شهزاد قاسم سره ??بري كنفرنس ته وېنا كولو په مهال وكړې۔ عمر ايوب خان ووئيل د برېښنا په لګښت كښې كمے راوستل د اصلاحاتو برخه ده٬ د رسنې نظام ښه كولو لپاره ??ه هم په تندې سره ??قدامات روان دي۔ ده ووئيل پخوانو حكومتونو د برېښنا څانګې ستونزې حل كولو ته كوم پام نه دے كړے۔ مونږ آئي پي پيز سره مذاكرات وكړل او په وړومبي ځل د هېواد په ګټه شريكې معاملې مخ په وړاندې بوتللے شوي۔ ده ووئېل د كال 1994م ٬ 2002م او د كال 2006م د آئي پي پيز په لوظنامو نظرثاني وكړې شوه۔ په راتلونكو درېو اونيو كښې به د برېښنا په څانګه كښې اصلاحات ته حتمي شكل وركړے شي۔ده ووئېل د اصلاحاتو پېكج كښې د سركاري پېداواري كمپنو په نرخونو نظرثاني هم شامله ده۔ ده ووئيل وزيراعظم غواړي چې په اولس د برېښنا د بېعې بوج رانشي