پينډۍ 10 اګست (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد پاکستان ریلوے كښې پينډۍ څخه د بوټو نالولو كمپائن پيل كړے ۔ په دې موقع پينډۍ ریلوے سټیشن سره نزدې د ج??نك?? ډ??ري كالج كښې د بوټې نالولو سره ده كمپائن پيل كړو۔ د ريلوے وزیر ووئيل پاکستان ریلوے نیټ ورك سږ كال د دوه لكهه بوټو نالولو هدف مقرر كړے او ټول ريلوے ډويژنو ته ئې د وزیر اعظم ټين بلین ټری سونامی پروګرام كښې د برخې اغستو سپارښتنه كړې ۔ شیخ رشید احمد ووئيل پاکستان به کلین اينډ ګرين جوړولے شي۔ وزیر اعظم پاکستان وژن به مخ په وړاندې بوتللے شي۔ پاکستان ریلوے تيرو دوو كلونو كښې هم د وزیر اعظم د بوټو نالولو كمپائن كښې برخه اخستي وه دغسې سږ كال به هم په دې كښې برخه اخلي۔ شیخ رشید احمد په دې موقع د ج??نك?? ډ??ري كالج كښې د تعميراتي كار جاج هم واخست۔ شیخ رشید احمد ووئيل ډ??ري كالج كښې په تعمیراتی کار 10 کروړه روپۍ لګښت راځي۔ كالج كښې به سږ كال پوسټ ګریجویټ کلاسز پيل كولے شي