اسلام آباد ۔ 20 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د سندھ د يو لك 54 زره ټائيګر فورس د چارو ذمه واري د سندھ ګورنر ته د سپارلو منظوري وركړې ده۔ دا منظوري وزيراعظم د ځوانانو چارو خپل خاص مرستيال عثمان ډار سره ملاقات كښې وركړه۔ خ??ص مرستيال وزيراعظم ته د كورونا ريليف ټائيګر فورس او??نيز راپور وړاندې كړو۔ وزیراعظم د سندھ د يو لك 54 زره ټائيګر فورس د چارو ذمه واري د سندھ ګورنر ته د سپارلو منظوري وركړه۔ وزیراعظم ته ووئيلې شوو دا مهال 1 لك 15 زره ټائيګرز د ريليف هلو ځلو په لړ كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ په دوي كښی پنجاب كښې 93000، خېبرپختونخوا كښې 19000، بلوچستان كښې 1500 او نور د هېواد بېلو برخو كښې خپلې ذمه وارۍ ترسره كو??و كښې بوخت دي۔ و??یر اعظم عمران خان په دې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ په راروانو څو ورځو او په خاص توګه د اختر په حقله به ټائيګرز فورس ته نورې ذمه وارۍ هم سپارلې شي