اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي مون?? د ??وټلې لائحې له مخې مخ په وړاندې تګ كوٶ ٬ مون?? د ??ېسټنګ صلاحيت 27 چنده زيات كړے، د اېن ډي اېم اے كردار د ستائنې وړ دے، ميډيا اولس ته د كرونا پحقله كوټلې پېغام رسولې په ھغې د ميډيا مننه كوٶ،مونږ له د توازن پاليسي خپلولو سره د اولس معاشي تحفظ هم باوري كول دي، يو لك ډاكټرانو او طبي عملې ته د حفاظتي سامان د استعمال تربيه وركولې شي۔ وفاقي وزير اسد عمر دا خب??ې وزيراعظم عمر??ن خان سره ميډيا ته بريفنګ په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل مون?? د ??ېستنګ صلاحيت پرله پسې زياتوٶ، د ټيسټنګ صلاحيت 27 چنده زيات كړے شوے۔ ده ووئيل ميډيا په اولس خب??ولو كښې د ذمه وارۍ څرګندونه كوي، مونږ دا ليدلي چې د ميديا د پېغامونو له امله د اولس ژوند ژواك كښې فرق راغلے۔ اسد عمر قام ته د ډاکټرانو لخوا د ښودلو شوو احتياطي تدبيرونو خپلولو هم غږ وكړو۔ ده ووئيل مون?? د ??ائحې له مخې مخ په وړاندې تګ كوٶ او اولس د كرونا د پرېشانۍ نه بچ كول دي۔ ده ووئيل مونږ وړاندې شپږو اوونيو ته هم ګورو چې څه صورتحال به وي، د ټولو نه زيات دا څيز ضروري دے چې ستاسو حكومت تاسو ته رښتيا اووائي، کاروباريانو مونږ ته ةوئيل چې تاسو آسانۍ پېدا كړې نو مونږ به په اېس او پيز عمل كوٶ۔ وفاقې وزير اسد عمر ووئيل د اېن ډي اېم اے كردار هم د ستائنې وړ دے، د نړۍ ښه ذهن لرو??كې زمونږ مرسته كوي۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل نړۍ دې نتيجې ته رسېدلې چې كرونا سره به ژوند كول زده كول وي، په كرونا قابو موندلو سره به لوږې او د غربت اړخونو ته هم سوچ كول وي، مونږ له متوازن پاليسي خپلولو سره د اولس معاشي تحفظ هم باوري كول دي۔ ده ووئيل مونږ د خپل هېواد شمېرو او صورتحال له مخې پرېكړې كوٶ٬ هېواد كښې د ټېستنګ صلاحيت پرله پسې زياتوٶ۔ده ووئېل يو لك ډاكټرانو او طبي عملې ته به د حفاظتي سامان د استعمال تربيه وركولې شي