اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د كرونا وباء څخه په رامخې ته ??وي بحران كښې د خپل هېواد د خدمت لپاره چې د کرونا ريليف ټائيګر فورس د كومې رضاكارانه جذبې څرګندونه كړې ھغه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل د مطلوبه رهبر كمېټو جوړول او رضكارو لپاره اورينټيشن غونډه كولو سره د رضاكارو خدمات په ??وټلې توګه كارولو لپاره د پنجاب او خېبر پښتونخوا حكومتونو ستائنه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ??رځ بهاولپور، ډيره غازي خان او پېنډۍ ډويژنونو کمشنرانو سره د وېډيو لنك د لارې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دي مو??ع د ټولو ډويژونو ډپټې كشمنران هم موجود وو۔ په دې مو??ع عثمان ډار په ??ولو كشمنرانو زور رواړو چې ھغوي رضاكارو ته د وظيفې سپارلو نه وړاندې د مناسبې تربيې او اورينټيشن سېشن انتظام وكړي۔ په دې مو??ع ټولو كشمنرانو خپلو اړوندو ډويژونو كښې د ټائيګر فورس په صورتحال بريفنګ هم وركړو۔