اسلام آباد 16 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم ?? خزانې صلاحكار ډاكټرعبدالحفیظ شیخ هيواد كښې د كورونا وباء له امله په روان صورتحال كښې ریټیل څانګې له ریلیف وركولو په لړ كښې سفارشات او تجاویز له حتمی شكل وركولو لپاره ?? خزانې وزارت او فیډرل بورډ آف ریونیو(ایف بی آر) په سینئراهلكارو مشتمل 5 كسيزه كمیټی جوړه كړې ۔ كمیټی به ریټیل څانګې نمائندګانو سره د مشاورت د لارې دوي له ریلیف وركولو لپاره تجاویز او سفارشات ته حتمی شكل وركوي۔ ?? خزانې صلاحكار د دې خبرې اعلان د زيارت په ورځ ?? خزانې وزارت كښې ریټیل ایسوسی ایشن آف پاكستان عهدیدارو سره ویډیو كنفرنس په مهال وكړو۔ كنفرنس كشې د ریټیل سیكټر په مسئلو او د هغې ممكنه حل په اړه په تفصیل سره ج??ج واخستې شو۔ د ایسوسی ایشن نمائندګانو ووئيل ریټیل څانګه د هيواد مجموعی قامی پیداوار كښې 18 فیصده برخه لري دغسې دا څانګه د هيواد افراد?? قوت 16 فیصده له روزګار هم وركوي۔ ده ووئيل حكومت ریټیل څانګې له ریلیف وركولو كښې خوښې لري۔?? خزانې وزارت او فیډرل بورډ آف ریونیو سینئر اهلكارو 5 كسيزه كمیټی به په دې لړ كښې د ایسوسی ایشن د تجاویز او سفارشات جاج اخلي او په راروانه غونډه كښې به تجاویز او سفارشات ته حتمی شكل وركولې شي