اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئيلي دي د كورونا وائرس مخنيوي له په سم لوري مخ په وړاندې روان يؤ۔ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان انتظامیې سره پرله پسې تماس كښې يؤ۔ د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان بشپړه مرسته كوؤ۔ د ګل په ورځ جاري شوي بيان كښې ??ه ووئيل ګلګت بلتستان كښې 50 څخه زيات قرنطينه مركزونه جوړ كړې شوي۔ د ټېسټنګ صلاحيت مخ په ښه كېدو دے۔ علی امین ګنډاپور ووئيل طبي عملې ته ټ??ل حفاظتي سامان وركړې شوې۔ كورونا وائرس ته ماتې وركولو له به د نظم اوضبط څرګندونه كول وي۔ ??ه ووئيل په سختو حالاتو كښې به اولس له د حكومت او د روغتيا نړي??ال?? ادارې په تګلاره سختۍ سره عمل كول وي۔ ??ه ووئيل پاك پوځ ٬ انتظاميه او نورې حكومتي ادارې شپه او ورځ كار كوي۔ ??ه ووئيل د كورونا وائرس مخنيوي له د چين حكومت مرسته د ستائنې وړ ده۔ علي امين ګنډاپور ووئيل په حالاتو مو ژور نظر دے او د كوم هم صورتحال مقابلې له مو تګلاره وضعه ??ړې ده