اسلام آباد 10 اكتوبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دې چې د برتانيې پشمول نړ??وا??ه ورورولۍ له به مقبوضه كش??ير كښې د لكهونو په شمېر خلق د هندي استبداد نه خلاصولو او د كرفيو خاتمې لپاره كوټلې كردار لوبول وي۔ د شاهي جوړے د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې اړيكې لا وده ومومي۔ وفاقي وزير دا خبرې پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر تھامس ډريو سره ??ړې چا چې د زيارت په ورځ دوي سره په خارجه وزارت كښې ليدلي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې مقبوضه جمو و كش??ير كښې د روان بشري حقونو خلاف وزيو ٬ د برتانيې شاهي جوړې د پاكستان د متوقع دورې او د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل په 5م اګست هند په مقبوضه جمو و كش??ير كښې كرفيو لګولو سره 80 لكه بې ګناه كش??يريان محصور ??ړې دي او هلته د بنيادي بشري حقونو خلاف وزرۍ بان ته رسېدلې دي٬ ۔ په دې موقع دواړو ډلو د مقبوضه جمو و كش??ير پشمول په منطقه كښې امن او امان لپاره شريك مشاورت جاري ساتلو لپاره اتفاق كړې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د پاكستانيانو په زړونو كښې د برتانيې د شاهي كورنۍ ډېر عزت دے٬ د برتانيې د شهزاده وليم او د ھغه د كورودانې پاكستان ته راتګ ته سترګې په لار يو۔ ده ووئيل كله چې په كال 2006 كښې شهزاده چارلس او ډچز آف كارنوال پاكستان ته راغلي نو دروند هركلې ئې شوې وو۔ خارجه وزير ووئيل د شاهي جوړے پاكستان ته د راتګ په مهال به خاص انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د شاهي جوړے د