برمنګهم 10 اګست (اے پي پي) هند د 70 كلونو نه د نړيوالو لوظنامو٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو او كش??ير??انو سره د شويو لوظونو نه انحراف كوي او اوس د خپل دستور په ضد هم روان دے٬ په كشمير كښې د آبادې تناسب بدلولو ل??ار?? ئې د كشمير خاص حيثيت ختم كړے او د اولس غبرګون مخ نيوي ل??ار?? ئې په مقبوضه كشمير كښې نور پوځ هم په ځائ كړے او كرفيو ئې لګولې ده۔ د برمنګهم څخه ترلاسه شوي پېغام له مخې د هند د دې ظلمونو په ضد په برمنګهم كښې د هندي قونصلېټ په وړاندې بېلا بېلو كش??ير?? او د پاكستانو ګوندونو احتجاجي مظاهره وشوه چې مشري ئې د بهرمېشته كش??ير??انو وزير راجه جاوېد اقبال٬ د تحريك كشمير اروپا صدر محمد غالب٬ د برتانيې صدر راجه فهيم كياني٬ د تحريك انصاف چوهدري خادم حسېن او نورو وكړه۔ مظاهرچيانو د هندي ترهګرې په ضد سختې نعرې ووهلې او د نړيوالې ټولنې نه ئې غوښتنه وكړه چې هند دې ترهګر هېواد وګرځول شي٬ دوي د هند نه غوښتنه وكړه چې په مقبوضه كشمير كښې دې قتل عام بند كړي٬ د هند پوځ دې د كشمير نه ووځي۔ مظاهرې ??ه ممبر آف ??ار??يمنټ خالد محمود او پخواني ممبر آف ??ار??يمنټ جارج ګېلوے هم وېنا وكړه او د هندي حكومت د غېر قانوني اقداماتو ئې سخته غندنه وكړه او وې وئيل چې هند په كشمير خپل تسلط په ځائ ساتلو ل??ار?? ظلم او تشدد كوي چې ورسره به په منطقه كښې تاؤ تريخوالې زيات شي۔ د امن په لار كښې هند خنډ دے٬ بايد ملګري ملتونه د دې حالاتو نوټس واخلي۔ په مظاهره كښې د پاكستانو ګوندونو استازو كش??ير??انو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔