كوئټه 03 ??ون (اے پي پي﴾ په قلعه سېف الله كښې د مسافرو ګاډي او ټرك ټكر كېدو په پېښه كښې 15 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ دوهم كمشن?? ډاكټر عتيق مېډيا ته ووئيل چې دا پېښه د اتوار او ګل په مېنځنې شپه د قلعه سېف الله په علي خېل سيمه كښې هغه مهال ر??مېنځ ته شوه كله چې د كوئټې څخه ژوب ته تلونكې د مسافرو ګاډې ټرك سره ټكر شو۔ ده ووئيل چې په پېښه كښې د ماشومانو پشمول 15 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي روغتونونو ته رسول شوي دي۔ په مړو كسانو كښې د يوې كورنۍ 5 كسان هم شامل دي۔