اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق ا??وان وئيلي دي چې مخالفه ډله خپله غلا پټولو لپاره اولس په سړكونو راوباسل غواړي ٬ د مخالفې ډلې مقصد د هېواد او قام ګټ?? هېچرې نه ده بلكې دوي خپل كرپشن پټولو او د احتساب نه بچ كېدو لپاره منفي لارې كاروي٬ د پاکستان اولس شعور لري٬ د مخالفې ډلې په خبرو به غوږ نه ګروي او نه به دوي سره اودرېږي٬ اولس د دوي د حقيقت نه خبر دي چې د هېواد د معيشت د تباهۍ او بربادۍ اصلي ذمه وار پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ډاکټر فردوس عاشق ا??وان د بېلا بېلو نجي ټي وي چېنلو په پروګرامونو كښې ?? خبرو په مهال كړې۔ دې ووئيل مخالفې ډلې ته نن د اولس دړد او تكليف راياد شوې كاش چې دوي ته د خپلو حكومتونو په دورونو كښې ?? دې خبرې احساس شوې وې نو نن به صورتحال دې ډګر ته نه وې رارسېدلې ٬ دا هم د دوي كارونه او د كاركردګۍ كمال دې چې د??ي هېواد 31 زره اربه مقروض پرېښې ??ي٬ 37 اربه تجارتي زيان او 1200 اربه سركلر ډېبټ وغېره ئې پرېښې ??ي او هم دا ھغه ټول حقائق دي چې په سوب ئې د هېواد د كرنسۍ قدر فشار سره مخ دې خو د دې ټولو چېلنجونو باوجود حكومت د هېواد د معيشت استحكام او د روپۍ قدر كښې ټيكاٶ لپاره شپه او ورځ كار كوي او د اوسني حكومت د مثبت او كوټلې اقداماتو نتيجې به ډېر زر ترلاسه كېدل پېل شي۔ ده ووئيل مونږ په حكومت كښې يو او خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول پالو٬ د هېواد د 22 كروړه اولس يوازنې اميد وزیراعظم عمران خان دې څوك چې به د هېواد او قام تقدير بدلوي او د بحرانونو نه به ئې په كاميابۍ سره رابهر كوي٬ اوسنې حكومت سټېټس كو چلېنج كړې او په ادارو كښې ??صلاحات كولو لپاره هڅېے كوي چې په سوب ئې مونږ ستونزو سره مخ يو خو دا مشكلات عارضي دي ډېر زره به هر خوا خوشحالي راشي او هېواد به مخ په وړاندې لاړ شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډاكټر فردوس عاشق ا??وان ووئيل وزیراعظم عمران خان د اولس د مسئلو او تكليفونو نه خبر دې او د اولس د مسئلو هواري لپاره مهم او كوټلي اقدامات هم روان دي٬ د روپۍ بې قدرې