اسلام آباد 13 فروری (ا?? پی پی ) د سعودي عرب و??ي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم په بلنه د فرورۍ په 16مه نېټھ د پاكستان دوه ورځنۍ دوره كوي۔شهزاده محمد بن سلمان د وزيرانو كونسل نائب صدر او د دف??ع وزير پشمول د سلطنت په ??همو چوكو فائز دے ۔د هغه سره به د سعودي شاهي كورنۍ غړي٬كليدي وزيران او نامتو كاروباري شخصياتو پشمول اعلٰی اختياراتي پلاوې به هم د و??ي عهد ملګري وي۔د خارجه دف??ر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په اپرېل 2017 كښې د و??ي عهد په چوكۍ د فائز كېدو نه وروستو دا د شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان په رياستي كچه وړومبنۍ دوره ده ۔د فرورۍ په 16مه او 17مه نېټھ د خپلې دورې په ??هال به هغه د اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره ملاقات كوي۔د سعودي و??ي عهد به د وزيراعظم عمران خان او د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم ملاقات كوي۔د پاكستان د سېنېټ يو پلاوې به هم د و??ي عهد سره ملاقات كوي چې پكښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني مرستې ودې پ?? تګلاره خبرې كېږي۔د سعودي و??ي عهد سره به وزيران هم په خپلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خپل پاكستانو هم څنګو سره ملاقاتونه كوي۔د دورې په ??وقع به د دواړو هېوادونو كاروباري شخصياتو نجي څانګه كښې د همكارۍ په ??وقعو خبرو اترو له ملاقات كوي۔د دورې په ??هال به د پاكستان او سعودي د سرمايه كار٬خزانې٬د برېښنا٬د تجديد وړ توان٬داخلي سلامتيا٬مېډيا٬كلتور او لوبو پشمول بېلو څانګو په اړه په ځينو لوظ نامو او د مفاهمت په ??ادښتونو لاس ليك هم كوي۔بيان كښې وئېلي شوي د سعودي و??ي عهد محمد بن سلمان دورې سره د مرستې ټولو څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې ځانګړې زياتوالې كېدونكې دے۔