اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير م??ئلې حل سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ د كشمير م??ئله يوه سيمه ايزه شخړه نه ده ٬ د خپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي حق دے٬ د پاكستان پارلمېنټ د كشمير م??ئلې په سولييز ډول د حل كولو عزم لري۔ د نهې په ورځ خپل پېغام كښې ده ووئيل په دې لړ كښې پارلېمنټ د كشمير م??ئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه حل كولو او هندي ځواك مقبوضه وادۍ كښې ??لم او بربريت څخه منع كولو له يو شمېر قراردادونه منظور كړې دي۔ کشمیر كښې د ط??قت كارولو سره د آزادۍ تحریك د پښو لاندې كېدې نه شي او نه په دې مسئله د پاكستان اصولي ??وقف بدلېدې شي٬ حکومت او اولس به د كشميريانو د خپلواكۍ حق له د دوئي د روانو هلو ځلو په هر فورم اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ دوهم سپيكر قاسم خان سوري خپل پېغام كښې ووئيل کشمیر كښې د هند لخوا د ط??قت په بنياد قبضه د نوې معاشر?? د ??خلاقي اقدارو او د اولس د خپلواكۍ بنيادي حق په ضد ده۔ پاكستان د مظلوم كشميري اولس آواز دې او د مصيبت په هره ګړۍ كښې به دوئي سره وي