اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شریف وئيلي دي حکومت کاروبار اسانولو په اړه پاكستان د نړيوالې درجۍ بندۍ په وړومبو 50 هېوادونو كښ?? د ??املولو عزم لري٬ پېداوار زياتول٬ صنعتي څانګې لپاره د جديدې ټېكنالوجۍ وده٬ د ون ونډو له مخې سرمايه كارو ته آسانۍ وركول ٬ د توان او امنيت وضعه ښه كولو ته حكومت وړومبنۍ پاملرنه كوي٬ وزيراعظم هېواد كښ?? د ??جارتي او كاروباري هلو ځلو ودې په اړه هره مياشت پخپله د غونډې مشري كوي٬ چین، سعودی عرب، یو اے اي، کو??یا او ماليزيا پاکستان كښې سرمايه كاري كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ عبدالرزاق داؤد او د سرمایه کارۍ بورډ چیئرمېن هارون شریف خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل مونږ خارجي سرمايه كارو له وېزه وركولو له آساني پېدا كوٶ او سفارتخانو ته امر شوې چې اړوندو ادارو په معاونت سرمايه كارو له د ويزې نظام آسان كړئ ٬ دوي ووئېل په دې لړ كښې سرمايه كارو لپاره انټري ويزه په 24 ساعتو كښ?? د ??اري كولو اقدامات شوې او دا سلسله آن لائن كړې ش??ې۔ ده ووئيل په صنعتي څانګه كښې سرمايه كارۍ لپاره مراعات وركوٶ۔ په دې موقع هارون شریف ووئيل حکومت کاروبار اسانولو په اړه پاكستان د نړيوالې درجۍ بندۍ په وړومبنو 50 هېوادونو كښ?? د ??املولو عزم لري او سرمايه كارو لپاره 47 بېلا بېلو ټېكسونو محدود كولو سره 16 ته راوستې ش??ې او ټېكس به آن لائن هم ادا كولې ش??۔ هارون شریف ووئيل نوې سرمايه كارو لپاره د كاروبار رجسټرېشن لپاره هم آسانۍ پېدا كړې ش??ې۔ ده ووئيل د اېس اي سي پي٬ د سرمايه كارۍ بورډ٬ اېف بي آر او د پنجاب حكومت آسانۍ به په يو ځائ ترلاسه وي۔ عبد الرزاق داؤد ووئيل زمونږ د برآمد كوٶنكو ري فنډنګ زر نه وركړې كېږي ٬ دي لپاره پرامېسري نوټ جاري كوٶ٬ د دوي د كلېم د درېمې برخې به پرامېسري نوټ جاري كولې ش?? او څنګه ئې چې روپۍ را??ي شاملولې به شي۔ ده ووئيل كراچۍ لنك كوٶ ٬ بي او آئي سره د ون لنك د لارې د ټولې نړۍ خلق په يو كلك پاكستان كښې كاروبار پېل كولې ش??۔ ده ووئيل د قرض نظام د الېكټرانك رجسټرۍ كار روان دے كوم چې به په را??لونكو دريو مياشتو كښې بشپړ كړې ش??۔ ده ووئيل ويزه فري ريجېم پېل كړې ش??ې٬ ويزه آن لائن كړې ش??ې او په ابتدائي توګه د څلورو هېوادونو ويزه آن لائن كړې ش??ې ۔ ده ووئيل كاروباري شخصيات د ګلګت بلتستان٬ ګوادر او كشمير پشمول هېواد كښې هر خوا تللې ش??٬ د تېلو په سېكټر كښې ګلف هېوادونه سرمايه كاري كول غواړي