اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د اوسني حكومت لپاره د صحت څانګه ډېره مهمه ده ٬ حكومت اولس له د صحت په څانګه كښې مستعد٬ مساوي ٬ د رسنې جوګه او د آرازن خدماتو وركړې لپاره د اصلاحاتو كولو عز?? لري۔ اولس مشر دا خبرې د شورو په ورځ د نېشنل انسټيټوټ آف هېلت (اېن آئي اېچ) دورې په مهال كړې۔ په دې موقع اولس مشر ته ت??صيلي بريفنګ هم وركړې شو۔ د قامي صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني هم په دې موقع موجود ٶ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان كښې ټولو لپاره غوره او مع??ار?? طبي آسانۍ باوري كول د ټولو شريك وژن پكار دے او مونږ ټولو له په دې لاره كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره په ګډه هڅې پكار دې۔ اولس مشر ووئيل د صحت نظام كښې بهترۍ لپاره تحقيق ډېر ضرورې دے۔ اولس مشر ووئيل د طب څانګې په تحقيق كښې د متعدي او غېر متعدي رنځونو مخنيوې ٬ د مور پلار حالات٬ د ماشومانو د رنځونو او د غذائيت كمي غو??دې مسئلې ډېر اهميت لري۔ اولس مشر ووئيل د رسنې جوګه او د آرازنه خدماتو وركړې لپاره د اصلاحاتو كولو عز?? لري٬ د پاکستان اولس له د غوره طبي خدماتو وركړې لپاره د اېن آئي اېچ د ډلې هڅې د ستاڼې وړ دي۔