اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ﴿رح﴾ د ولادت 143مه ورځ د نهې په ورځ په عقيدت او احترام ولمانځل شوه۔ قائداعظم ﴿رح﴾ د دسمبر په 25مه نېټه كال 1876م كښې په كراچې كښې زېږېدلې و۔ ده ابتدائي زده كړې په كراچې كښې وكړې او د دې نه پس لوړو زده كړو لپاره لندن ته لاړو۔ ده په كال 1886م كښې د قانون ډګري ترلاسه كړه او وطن ??ه راستنېدو سره ئې ليګل كېريئر پېل كړو۔ بيا وروستو ده په آل انډ?عام_اسپن/117730.html">?ا مسلم ليګ كښې ګډون وكړو او د نيمې وچې مسلمانانو لپاره ئې د جلا وطن ??رلاسه كولو هڅې پېل كړې۔ د هغه په هڅو په كال 1947م كښې د اګست په 14مه نېټه پاكستان آزاد شو۔ د قائد د ولادت په ورځ هغه ته پېروينې وړاندې كړې شوې۔ په دې موقع عامه رخصتي وه۔ په كراچې كښې د قائد په مز??ر قرآن خواني وكړې شوه۔ د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو د قائد په مزار حاضري وكړه٬ د قائد په مزار د ګارډ د بدلون دستوره هم وشوه۔ د دې ورځې په مناسبت په ټول هېواد كښې خاص پروګرامونه وكړې شول۔ په دې موقع په پاكستان ټېلي ويژن او راډيو پاكستان د پاكستان ستر لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو لپاره خاص پروګرامونه هم خپاره كړې شول۔