اسلام آباد 14 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پي ټي وي او راديو په يو انتظامي كنټرول كښې راوستلو له ګامونه پورته كولې شي۔ د دواړو ادارو بورډ مو يو كړې۔ پي ټي وي به يوه ګټه وره اداره جوړوو۔ رېډيو ??اك??تان به دوه كاله كښې په خپلو پښو اودروو۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شاهده رحماني د پوښتنې ??ه ځواب كښې دوهم وزير علي محمد خان ووئيل د پي بې سي د اثاثو په لړ كښې پرېكړه د پي بي سي بورډ آف ډائرېكټرز كوي كوم چې ??و مجاز فورم دے۔ د راديو ??اك??تان يو وارې بيا په خپلو پښو اودرولو او دا يوه ګټه وره اداره جوړولو له به حكومت ګامونه پورته كوي۔ څوكه به بې روزګاره كولې نه شي ولې بياهم په تېرو دورونو كښې ادارو كښې د خپلې خوښې كسان بھرتې كړې شوي ۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د راديو ??اك??تان ميوزيم كښې دا معلومه شوې چې په كال 1960ء كښې به د راديو ټرانسميټر په شمول نورې آلې مونږ پخپله جوړولې ولې اوس هر يو څيز د بهر څخه راغوښتلې شي۔ ده ووئيل راديو ??اك??تان ته هر كال حكومت 55 اربه 65 كروړه روپۍ وركوي۔ د راديو آمدن 20 كروړه روپۍ دے۔ مونږ ورله يوه بشپړه منصوبه بندي كوو۔ ده ووئېل د راديو ??اك??تان او پي ټي وي بورډ مو يو كړې۔ په راتلونكې پړاؤ كښی به دا د يو انتظامي كنټرول لاندې كوو