اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان زمكه كښې دنه د ا??بو بحالۍ او د ري چارچ په غرض د سېلابي اوبو غوره انتظام او كارولو په اړه د مجوزه ??نص??بې “ري چارج پاكستان” منظوري وركولو سره وئيلي دي په موسمیاتي مسئلو قابو موندلو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د ” پاكستان صفائي كمپائن” به راتلونكې مياشت پېل شي چې پكښې به ټول صوبائي حكومتونه او د ټولنې هره طبقه برخه اخلي۔ وزيراعظم دا خبرې د نهې په ??رځ په وزيراعظم افس كښې د موسمياتي بدلون وزارت د كاركردګۍ پحقله د بريفنګ اخستو مشرۍ په مهال كړې ۔ په دې موقع د وزيراعظم صلاحكار ملك امین اسلم خان، د موسمياتي بدلون سېكتر خضر حیات خان او ن??ر لوړ پوړي چارواكې موجود وو۔ ملك امين اسلم وزیراعظم ته د وزارت د مېنډېټ او د ا??بو٬ هوا او د پلاسټك وېسټ خيرنتيا جاج اخستو او د دغې مخنيوي پشمول په مسئلو قابو موندلو لپاره د بېلا بېلو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د لس اربه ونو نالولو سونامي په ??نص??به د عملدرامد نه علاوه د متبادل توان ودې ته هم پاملرنه كولې شي كومه چې په موسمياتي مسئلو د قابو موندلو د لائحې برخه ده۔ امن اسلم ووئيل مونږ ګلېشیئل لیک آؤټ برسټ فلډ (جي اېل او اېف) ??نص??بې له مخې 50 ارلي وارننګ نظام او 408 ريور ډسچارج ګېجز/ سېنسرز ګلګت بلتستان او د خېبرپښتونخوا په پنځو ضلعو كښې د لګولو ??نص??به لرو۔ وزیراعظم خبر كړې شو چې د ا??كو-ټوورازم پاليسۍ ودې نه علاوه نېشنل وائلډ لائف پاليسۍ ته هم حتمي شكل وركولو لپاره هڅې روانې دي او د دې نه علاوه په ګلګت بلتستان كښې دوه نوې نېشنل پاركس جوړول به هم زر پېل كړې شي۔ په دې موقع وزیراعظم عمران خان په زمكه كښې دننه د ا??بو بحالۍ او ري چارج په غرض د سېلابي اوبو غوره مېنجمنټ او استعمال لپاره د مجوزه ??نص??بې “ري چارج پاكستان” اصولي منظوري وركړه ۔ د بریفنګ په مهال د هوا٬ اوبو پلاسټك وېسټ په خيرنتيا قابو موندلو لپاره بېلا بېل اقدامات هم په ګوته كړې شول ۔ وزیراعظم ووئيل په موسمیاتي مسئلو قابو موندلو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د ” پاكستان صفائي كمپائن” به راتلونكې مياشت پېل شي٬ ټول صوبائي حكومتونه او د ټولنې هره طبقه به پكښې برخه اخلي٬ د دې كمپائن مقصد ګرد هېواد كښې د صفائۍ پحقله خبرتيا خپرول دي۔ ده د موسمياتي بدلون وزارت ته امر وكړو چې د صفائۍ په كمپائن كښې فعاله كردار ولوبوي۔ وزیراعظم د موسمياتي بدلون وزارت او د صوبائي حكومتونو ترمېنځه د مرستې په ضرورت هم زور راوړو