لاهور 23 ستمبر (اے پی پی) د وز??ر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پنجاب صوبائی کابینې غونډه د خالي په ورځ وشوه۔ په دې موقع غونډې ته په خپل خطاب کښې وز??ر اعظم عمران خان ووئيل ??اکستان تحریك انصاف خېبر پښتوانخواہ كښې د اولس ښېګړې ته پام لرنه كړې چې په نتيجه كښې ئې اولس پی ټی آئی په دويم ځل زيات اکثریت كښې منتخب کولو سره د خپل باور څرګندونه كړې۔ ده ووئيل ??ی ټی آئی حکومتی ادارو كښې د سیاسی عدم مداخلت روایت جوړ كړې او صحت، تعلیم او پولیس كښې د سیاسی عدم مداخلت د ډاډ وړ نتيجې ترلاسه شوې۔ ده ووئيل حقیقی بدلون به هله راشې كله چې په لاندې كچه اختیارات منتقل کولو سره اولس خپلواكه كړی شي، ضلعی زکوۃ کمېټۍ به فعاله كولې شي او د زکوۃ او بیت المال تقسیم نظام كښې به سپيځلتيا راوستلې شي ، مونږ له به د تير وخت کرپشن په ډاګه كول وي۔ وز??راعظم ووئيل تر نن چې په څومره ودانيو كښې اوور لګيدلې د هغې پلټنو له به يوه جے آئی ټی جوړولې شي دغسې چې حقائق رامخې ته شي۔ ده وزيرانو ته سپارښتنه وكړه چې په اوونۍ كښې 7 ورځې كار وكړئ د هغوي لپاره كومه رخصتي نشته۔ ده ووئيل د مسئلو حل له آؤټ آف باکس حل دې تجویز کړې شي، اولس ته دې وئيلي شي چې په حکومتی ادارو څومره قرض دې، مونږ له به د تير وخت کرپشن په ډاګه كول وي، تاسو اولس ته اوائي چې څنګه د غریب اولس په پېسه حکمرانان د مزو ژوند كوي۔ ده د ټو??و لويو لويو پروژو د آډټ سپارښتنه كولو سره ووئيل د تيرو لسو كلونو يو يو څيز دې ډاګه كړې شي۔ ده ووئيل ضلعی زکوۃ کمېټۍ دې فعال کړې شي او د زکوۃ او بیت المال تقسیم نظام كښې دې سپيځلتيا باورې كړې شي۔ وز??راعظم په وز??ر اعلی آفس كښې د اولس اسانيو لپاره د ګيلو سیل جوړولو سپارښتنه وكړه دغسې چې د اولس د اولسې نمائندګانو د ګيلو ازاله وكړې شي۔ ده سپارښتنه وكړه چې په راروانو 48 ساعتونو كښې دې لوکل باډیز نظام له حتمی شکل وركړې شي ، حقیقی بدلون هله راځې كله چې اختيارات لاندې كچې ته منتقل کړې شي او اولس خپلواكه كړې شي۔ ده ووئيل ??ونږ به د انسانانو پرمختګ ته پام لرنه كوو، ټو??و وزيرانو ته وايم چې د خپلو محکمو جاج واخلئ ، قام ته اوائي چې د محکمو څه حالات دې۔ ده ووئيل اوس ته دې اوئيلې شي چې تيرو حکومتونو څومره قرض اخستې۔ ده سپارښتنه وكړه چې د ټو??و څانګو څخه دې اولس خبر وساتلې شي۔په دې موقع وز??ر اعظم له د پی ټی آئی حکومت د وړژمبو 100 ورځو په ایجنډه تر اوسه پیش رفت په اړه بریفننګ هم وركړو۔