لاهور 26 اګست ﴿اے پي پي﴾ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد و??يلي دي چې د رېل ګاډو د كرائې زياتولو پرېكړه مو نه ده كړې٬ د سي پېك پروژې لپاره د سټېنډرډ ګېچ په پلو د تللو ضرورت دے٬ په 120 ورځو كښې ??ه رېلوے په خپلو پښو ودروو٬ سږ كا?? به د رېلوے خساره كمولې شي٬ د رېلوے نه كرپشن ختمول مو وړومبې ترجيح ده۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د لاهور رېلوے سټېشن د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د رېلوے نور چارواكي هم ده سره وو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې پاكستان رېلوے به د نورو هېواد د رېلوے پشان نوې كولې شي٬ رېلوے تر اېران او تركيه د رسولو تجويز دے۔ ده ووئيل چې په پېښور٬ كراچې او كوئټه كښې ??ه رېل ګاډو ستونزې هوارولې شي۔ د لاهور پشمول په مهمو سټېشنو به اېلي وېټر لګولې شي۔ لس كا??ه وړاندې مونږ آن لائن ټكټنګ نظام معرفي كړے و٬ دې لپاره به نورې اسانيې هم وركولې شي۔ شېخ رشيد ووئيل چې په ټول هېواد كښې ??ه د رېلوے د زمكو نه تجاوز??ت ختمولې شي۔