اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د پاکستا?? تحریك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي اسد عمر وئيلي دي چې عمران خان به په اكثريت سره وزيراعظم منتخب شي٬ د پاکستان د بهترۍ او بدلۍ سفر پېل كېدونكې دې٬ معيشت د هر قام ساه رګ وي٬ د اولس بهترۍ لپاره به پرېكړې كوٶ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د پاکستان د بهترۍ او بدلۍ سفر پېل كېدونكې دې٬ دا مهال د هېواد دننه لوي چېلنج د اولس ضرورتونه په ترجيحي بنيادونو ترسره كول دي٬ كه چ??ې روزګار نه وي نو يو ك?? ګراني نه شي زغملے۔ اسد عمر ووئيل نن د جمعې په ورځ د وزيراعظم انتخاب كېږي عمران خان به په اكثريت سره وزيراعظم منتخب شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پي ټي وي دې يوازې حكومت لپاره نه بلكې ګردې نړ?? لپاره كار وكړي۔